ایکنا – د افغانستان د عدلیې وزارت ، په یوه اقدام کې ،په کابل کې د شعیانو سره اړونده ځیني مهمې تعلیمي موسیسې وړلې او دځينو نورو په ضد د اقداماتو نیّت لري.
ایکنانیوز د العالم خبری سایټ له قوله راپور راکړی، ځینو خبری رسنیو وئيلي دي، دد افغانستان د طالبانو اسلامی امارت په کابل کې د خاتم النبیّن پوهنتون او تمدن ټيلیويژنی چینل چې ښائي د اهل تشیّع سره اړونده دي ، تړلي دي.
د خاتم النبیّن دینی مدرسه هم چې د افغانستان د خدای بخښلي مشر آیت الله محسني په سویله تاسیس شوي وه ، تړل شوې ده.
له سیمې ورآخوا رای الیوم ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي دي، د افغانستان د عدليې وزارت د خپلو دغو فیصلو په توجیه کې ادعا کړې ده هغه مځکه چې دغه پوهنتون پکې جوړشوی دی، حکومتی او غیرقانوني ده او تمدن ټيلیویژن هم له سیاسی لوري سره اړونده دی چې په افغانستان کې د سیاسی ګوندونو د فعالیتونو پر ممنوعیّت د طالبانو د رهبر له فرمان وروسته غیر قانوني شوی دی.